د لوبډلې سره مل افغان روزونکي رئیس احمدزي هم ډاډ ورکړی دی چې ګواکې لوبډله په یو ستر مرال کې قرار لري او کولی شي چې نورې سترې سترې لوبډلې هم له ماتو سره مخ کړي.
د نړیوال جام د تګ پر مهال د افغان لوبډلې غړیو او روزونکو هم رسنیو ته ویلي وو، چې دوی کولی شي د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ووځي.
تر اوسه افغان لوبډله په خپل ګروپ کې د متحده عربي اماراتو، جنوبي افریقا او کاناډا څخه مخکښه ده چې په دې توګه یې د نړیوال جام دویم پړاو ته لار پیداکړه.
افغان نولس کلنې لوبډلې د سویلي افریقا او متحده عربي اماراتو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره د نړیوال جام یو پر اتم یا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره موندلې ده.
د نړیوال جام له رسمي سیالیو وړاندې افغان نولس کلنو په یوې تمریناتي سیالۍ کې انګلستان ته هم ماته ورکړې وه، خو له هندۍ لوبډلې کلکه ماته خوړلې وه.
افغان نولس کلنو د نړیوال جام په لومړنۍ رسمي لوبه کې افریقا ته په اوو ویکټو ماته ورکړې وه چې په هغې سیالۍ کې د توپ وهنې پر مهال ابراهیم ځدراڼ او عمران میر پنځوسیزې ووهلې.
دغه راز د توپ اچونې پر مهال فضل الحق او نور احمد دوه- دوه لوبغاړي سوځولي و، خو تر ټولو غوره توپ اچونه بیا شفیق الله غفاري وکړه، نوموړي ټوټل شپږ لوبغاړي وسوځول.
دغه راز دوهمه سیالي افغانستان د عربي اماراتو څخه د ۱۶۰ منډو په ستر توپیر سره وګټله چې د توپ وهنې پر مهال ابراهیم ځدراڼ ۸۷ او رحمان الله ۸۱ منډې وکړې.
خو د توپ اچونې پر مهال یو ځل بیا افغان توپ اچوونکي شفیق الله غفاري پنځه لوبغاړي وسوځول.
د یادولو ده چې د افغان نولس کلنې لوبډلې نننۍ سیالي به د افغانستان پر وخت غرمه دولس نیمي بجې پیل شي .