دخپریدو نیټه :جمعه ۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۰
د مطلب کود : 201684
رحیمي: حکومت د سولې هغو مذاکراتو ته نه ځي چې د ښځو رول په کې نه وي
د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي، حکومت به د سولې په هغو مذاکراتو کې هیڅ ډول ګډون ونه کړي چې د ښځو حضور په کې نه وي.

نوموړي نن له یو شمیر ښځو فعالانو سره په ګډه ناسته کې ویلي، د ښځو له حضور پرته د سولې مذاکرات به هیواد د دایمي ستونزو خواته ور ټیل وهل شي له همدې کبله اړتیا ده چې دغه قشر په مذاکراتو کې مهم رول ولري.
ښاغلي رحیمي ویلي: (( موږ به ښځو ته په مذاکراتو کې د ګډون زمینه برابره کړو او په مذاکراتو کې به د هر میز تر شا د دوی پیاوړی حضور خوندي وساتو، که دوی په کې نه وي هغسې مذاکراتو ته هم نه وروړاندې کیږو.))
دا په داسې حال کې ده چې افغانې مېرمنې د سولې په مذاکراتو کې د ونډې نه لرلو له کبله ناراضه دي او وایي، د سولې په اړه یې اندیښنو او نظریاتو ته غوږ نه نیول کیږي
 
https://avapress.com/vdcg7q9xtak9z34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته