ترمپ غواړي د اسرائيل او فلسطينيانو تر منځ د سولې يوه تازه طرحه وړاندي کړي. د اسرائيل لومړی وزير او د اپوزيسيون مشر سپينې ماڼۍ ته بلل شوي دي. فلسطينيان وايي که طرحه يوه اړخيزه او د اسرائيل په ګټه وي، نه يې مني.
دونالد ترمپ ويلي دي چې په راتلونکو څو ورځو کې به په منځني ختيځ کې خپله د سولې تازه طرحه خپره کړي. هغه بنيامين نتنياهو او د هغه انتخاباتي سيال بني ګانتز د ليدنې په موخه، د سه شنبې ورځې (د جنوري ۲۸مه) له پاره سپينې ماڼۍ ته وربللي دي. د امريکا ولسمشر دغه خبرې د پنجشنبې ورځې په ماښام، فلوريدا ايالت ته د خپل سفر پر مهال د هوايي ځواکونو په يوه الوتکه کې خبريالانو ته وکړې.