کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترمپ: د منځني ختيځ د سولې طرحه به ډير ژر خپره کړم

4 دلو 1398 ساعت 15:33

ترمپ غواړي د اسرائيل او فلسطينيانو تر منځ د سولې يوه تازه طرحه وړاندي کړي.
د اسرائيل لومړی وزير او د اپوزيسيون مشر سپينې ماڼۍ ته بلل شوي دي. فلسطينيان وايي که طرحه يوه اړخيزه او د اسرائيل په ګټه وي، نه يې مني.


 
دونالد ترمپ ويلي دي چې په راتلونکو څو ورځو کې به په منځني ختيځ کې خپله د سولې تازه طرحه خپره کړي. هغه بنيامين نتنياهو او د هغه انتخاباتي سيال بني ګانتز د ليدنې په موخه، د سه شنبې ورځې (د جنوري ۲۸مه) له پاره سپينې ماڼۍ ته وربللي دي.
د امريکا ولسمشر دغه خبرې د پنجشنبې ورځې په ماښام، فلوريدا ايالت ته د خپل سفر پر مهال د هوايي ځواکونو په يوه الوتکه کې خبريالانو ته وکړې.


د مطلب کود: 201685

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201685/ترمپ-د-منځني-ختيځ-سولې-طرحه-ډير-ژر-خپره-کړم

آوا
  https://www.avapress.com