دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 201690
پاکستان: غواړو د افغانستان د سولې پروسه بریا ته ورسېږي
د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویانده عایشه فاروقي وایي، هیواد یې غواړي په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پروسه بریا ته ورسېږي، ترڅو هلته تل پاتې سوله رامینځته شي. عایشه فاروقي خبریالانو ته ویلي، د افغانستان د سولې پروسې په اړه د پاکستان دریځ روښانه دی او په وینا یې له پاکستان پرته نور هیڅ هیواد نه غواړي په افغانستان کې د سولې پروسه بریالۍ وي. اغلې فاروقي وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې او روغې جوړې په پروسه کې د اسانتیا برابروونکۍ رول لوبولی دی:(( پاکستان د بین الافغاني خبرو پیل ته سترګې په لار دی ترڅو په افغانستان کې سوله تامین شي.)) نوموړئ زیاته کړه چې پاکستان په دوحه کې د خبرو له بیا پیل څخه هرکلی کوي چې په ترڅ کې یې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی دی. د هغې په ​​وینا ، پاکستان تمه لري چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو اعلان وکړي او د سولې په خبرو کې هر ډول پرمختګ به د سولې په راوستو کې مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د سولې په برخه کې لا هم د پاکستان په رول جدې شکونه موجود دي. ویل کیږي پاکستان له امریکا سره معامله روانه کړې او غواړي چې یو وار بیا د طالبانو په واک ته رسولو سره خپلې ستراتیژیکې موخې په افغانانو پلې کړي.
عایشه فاروقي خبریالانو ته ویلي، د افغانستان د سولې پروسې په اړه د پاکستان دریځ روښانه دی او په وینا یې له پاکستان پرته نور هیڅ هیواد نه غواړي په افغانستان کې د سولې پروسه بریالۍ وي.
اغلې فاروقي وویل چې پاکستان د افغانستان د سولې او روغې جوړې په پروسه کې د اسانتیا برابروونکۍ رول لوبولی دی:(( پاکستان د بین الافغاني خبرو پیل ته سترګې په لار دی ترڅو په افغانستان کې سوله تامین شي.))
نوموړئ زیاته کړه چې پاکستان په دوحه کې د خبرو له بیا پیل څخه هرکلی کوي چې په ترڅ کې یې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو غږ کړی دی.
د هغې په ​​وینا ، پاکستان تمه لري چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو اعلان وکړي او د سولې په خبرو کې هر ډول پرمختګ به د سولې په راوستو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې په برخه کې لا هم د پاکستان په رول جدې شکونه موجود دي.
ویل کیږي پاکستان له امریکا سره معامله روانه کړې او غواړي چې یو وار بیا د طالبانو په واک ته رسولو سره خپلې ستراتیژیکې موخې په افغانانو پلې کړي.
https://avapress.com/vdcdnf0xzyt0z96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته