ویزه اخیستونکي د قونسلګری مخ ته په مېشتو افغان امنیتي پولیسو باندې نیوکي کوي چې د دوی له لاسه هره ورځ په لسګونه د عزت خلک سپکېږي ، بې عزته کېږي او وهل کېږي، خو د حل لار یې لاهم نشته.
ویزه اخیستونکي د پاکستان د قونسلګرۍ په یو شمېر چارواکو هم نیوکي کوي چې د ورځې ورته په زرګونه کسان د سړک پر غاړه انتظار باسي، خو دوی کار ډیر په ځنډ او ډیر محدود ترسره کوي.
خلک په پاکستانیو چارواکو تور پوري کوي چې ګواکې د ویزې په ورکړې سره، افغانان په یوې او پلمې زوروي او غواړي چې په داډول کارونو باندې د پنجاب هدفونه په غیر مستقیم ډول پوره کړي.
سرچینې وایي چې د قونسلګرۍ کار کوونکي د ورځې د کمېشنکارۍ پر مهال د ویزو د ورکولو په سر سلګونه زره پاکستان کلدارې اخلي چې یوه اساسي ستونزه یې د ګڼ شمېر بې وزلو افغانانو لپاره جوړه کړې ده.
د ننګرهار ولایتي چارواکي تل وایي، چې د ویزې د ورکړې پر مهال به د دوی په هڅو د پاکستان قونسلګرۍ اسانتیاوي برابرې کړي، خو پاکستانۍ قونسلګرۍ په ځلونو ځلونو یادې ژمنې نه دي عملي کړي.
افغانان له افغان حکومته او ولایتي اداري غواړي چې
چې په ننګرهار کې دې یو مجهز روغتون جوړ کړي ، تر څو د خلکو اساسي ستونزې حل او د پاکستان ته د تګ له احتیاجه پرې خلاص شي.
د خلکو پر وینا چې په پاکستان کې خو څه زر نه دي، علاج اسماني نه دی، خو کیفت، ظرفیت، شفافیت، اهلیت پکې لمړیتوی دی نو په دې توګه باید دلته هم پام وشز.
ویزه اخیستونکي له ولایتي اداري غواړي چې په دې برخه کې باید جدي اقدامات وکړی شي او ممکن په دې توکه یادې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي