دخپریدو نیټه :جمعه ۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 201693
سروې: سیاسي حل د افغانستان جګړه ختمولی شي
د یوې سروې د پایلو له مخې ۴۶ سلنه افغانان په دې نظر دي چې له طالبانو سره د سولې د تړون د لاسلیکیدو په صورت کې چې موخه یې د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړي ختمیدل دي، بايد بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.
 
د امریکا د سولې او جګړې انستیتیوت له لوري ترسره شوې سروې دا هم موندلې ده چې پوښتل شوي ۸۰ سلنه افغانان په دې نظر دي چې سیاسي حل لاره جګړه ختمولی شي او ۲۰ سلنه یې بیا وایي چې پوځي حل لاره هم ممکنه ده. 
د سروې د موندنو له مخې ۴۶ سلنه افغانان غواړي چې د سولې د یوه تړون د رامنځ ته کیدو په صورت کې امریکایي او ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او ۳۳ سلنه بیا په دې نظر دي چې هغوی دې پاتې شي.
په دغه نظرپوښتنه کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۵۰۳۸ افغانانو برخه اخیستې ده. دغه سروې د تیر میلادي کال د نومبر میاشتې له ۲۳مې نېټې څخه د دسمبر تر ۲۰مې نېټې موده کې ترسره شوې او د تیروتنې امکان یې ۵ سلنه اټکل شوی. په نظر پوښتنه کې ۶۱ سلنه کسانو له آنلاین طریقه برخه اخیستې او ۳۹ سلنه کسانو د مرکو په ترڅ کې خپل نظر څرګند کړی دی.
د سروې د پایلو له مخې ۵۷ سلنه پوښتل شوي کسان غواړي چې طالبان له خپلو لیکو بهرني جنګیالي وباسي. ځکه داسې باور کیږي چې د دغو بهرنیو زیاتره یې د القاعدې او نورو تروريستي ډلو ټپلو سره اړیکي لري.
واشنګټن د ۲۰۱۸م کال د سپتمبر میاشتې راهیسې له طالبانو سره مستقیم مذاکرات کوي. دغه مذاکرات هغه وخت پېل شول چې واشنګټن زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې د چارو له پاره د ځانګړي استازي په توګه وټاکه. دغه خبرې اترې د یوه حل د موندلو په موخه ترسره کیږي چې د امریکا تر ټولې اوږدې جګړې ته چې اتلس کاله پرې اوړي د پای ټکی کښیږدي او متحده ایالاتو ته د دې امکان برابر شي چې خپل ځواکونه بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي.
په سروې کې دا خبره هم جوته شوې ده چې افغانان د خلیلزاد د مرکچي په توګه د ټاکل کیدو پر سر سره ویشلي دي. ۴۱ سلنه د هغه د ټاکل کیدو پلويتوب کوي او ۳۹ سلنه یې بیا مخالفت کوي. شا او خوا شل سلنه بیا وایي چې په دې هکله کوم نظر نه لري.
د سروې له ۵۰۳۸ ګډونوالو څخه یې ۳۲۷۴ نارینه او ۱۷۶۴ ښځې وې. د سروې ۸۳ سلنه ګډونوال په دې نظر دي چې ښځې باید د سولې په مذاکراتو کې شاملې وي او یوازې ۱۷ سلنو یې مخالفت کړی.
د سروې د نتایجو له مخې زیاتره افغانان وایي چې دوی اندیښنه لري که چیرې امریکایي ځواکونه د یوه تړون تر مخه له افغانستان څخه ووځي نو هیواد به یې یو ځل بیا کورنۍ جګړې کې ښکیل شي. 
https://avapress.com/vdcgyq9xwak9z34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته