دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 201732
د فرېبکارانو ۱۴ کسیزه ډله په کابل کې ونیول شوه
د کابل پولیسو د ښار د یوولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د خلکو د دوکه کولو په تړاو د فرېبکارانو یوه ۱۴ کسیزه ډله ونیول.
یادو کسانو د “کیونېټ” په نوم یوه شرکت کې د “څنګه شتمن شئ؟” هدف لپاره فرېبکارانه فعالیت کاوه، چې دلوي څارنوالي د قرار پر بنسټ، او د خلکو د پرله پسې غوښتنو او عریضو له ترلاسه کولو وروسته نیولي دي.
د کیونېټ شرکت ۱۴ کسیزې شبکې د کاذب اعتماد جوړونې او خلکو ته د خیالي شتمنېدو رمز د ښودنې لپاره له بېلابېلو لارو چارو لکه: د عامه اذهانو د بدلولو لپاره د لنډمهالو سیمینارونو پرانیستل، د ځوانانو د جلب او جذب منظم تشکیل جوړول او د شتمنېدو په برخه کې د ستاینلیکو ورکړې خیالي پروګرامونه پر لاره اچول او خلکو نه یی پیسي اخیست.
د یادونې وړ ده چې نیول شویو کسانو خپل جرم منلی او له کیونېټ شرکت څخه ۹ پایې کمپیوټرونه، د چل/دوکې ښودنې درسي مواد او یو شمېر نور مهم اسناد د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
https://avapress.com/vdcae6nuu49nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته