دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 201734
هلمند ولایت کې ۳تنه طالب جنګیالي ووژل شول
دهلمند ولایت په نهرسراج او واشیر ولسوالیو کې دافغان هوايي ځواکونو په عملیاتو کې ۳تنه طالب وسلوال وژل شوي دي.
دهلمند ولایت ځايي چارواکي وايي، چې یوتن طالب ترهګرپه نهرسراج ولسوالۍ او ۲تنه نور طالبان په واشیر ولسوالۍ کې په بیلا بیلو هوايي عملیاتو کې وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي،چې په ترسره شوو هوايي عملیاتو کې ۳تنو طالبانو په وژل کیدو سربیره په یادو ولسوالیو کې دطالبانو پوځي مرکزونه او پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
https://avapress.com/vdcc1sqi02bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته