دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 201735
پښتانه سیاستوال د پاکستان د حکومت پر ضد را ټولیږي
په داسې حال کې چې پښتانه د امنیت، اقتصاد، سیاست او ټولنې په کچه له یوشمیر ستونځو او ننګونو سره مخامخ دي، د پښتنو ملتپاله ګوندونه پر دغه موضوعاتو د بحث او ستونځو د هواري لپاره د یوې قامي جرګې راغوښتلو خبره کوي. د جرګې راجوړولو تجویزونه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو له خوا راغلي دي.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتین په بنو کې د جنورۍ پر ۱۲مه (۲۰۲۰) د خپل غورځنګ یوې سترې ولسي غونډې ته په وینا کې د پښتنو پر ټولو سیاسي او مذهبي ډلو ږغ کړی وو چې هغوی دې خپل قام ته پر ورپېښو ستونزو یوه نماینده جرګه رابولي.
د نوموړي همدغه وړاندیز ته د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان لومړی په ټویټ کې د هرکلي ځواب ووایه او وروسته د جنورۍ پر ۲۰ مه یې د باچا خان اونۍ په لړ کې په نوښار کې یوې غونډې ته په خپله وینا کې د پښتنو د یوې قامي جرګې راغوښتلو اعلان وکړ. منظور پښتین د اسفندیار خان بیان ته هرکلی هم ووایه.
راډیو سره په خبرو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مرکزي مشر او سېنېټر عثمان خان کاکړ وویل، د پښتنو ستونځې د جرګې له لارې هوارېدلی شي خو باید دا جرګه د ټولو ملتپالو او مذهبي سیاسي ګوندونو له خوا په شریکه راجوړه کړل شي.
د یادونې وړ ده چې د تاریخ له پلوه پښتنو خپلې قامي ستونځې تل د جرګو له لارې هوارې کړي دي خو اوس به کتل کېږي چې پښتانه ملتپاله ګوندونه څنګه پښتنو ته په ورپیښو ستونځو خپلمینځي اختلاف ختموي او د یوې نماینده قامي جرګې په راجوړولو او د هغې د پرېکړو په عمليکولو کې بریالي کېږي.
دادان وزیري
https://avapress.com/vdcdsf0xkyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته