دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 201736
امرالله صالح: د دوحې مذاکرات د طالبانو او افغان ملت جګړه پای ته نه‌رسوي
یو شمېر افغان سیاسي فعالانو د افغانستان د خلکو د سولې په اړه د نظر پوښتنې د راپور د غونډې په څنډه کې چې د “جګړې او سولې انسټټیوټ” له لوري جوړه شوې وه، د افغانستان د سولې د روان بهیر په اړه څرګندونې وکړې. د محمد اشرف غني په مشرۍ د “دولت جوړوونکي” ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال او سیاستوال امرالله صالح وویل چې ممکن د قطر په پلازمېنه دوحه کې روانې د سولې خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ جګړه پای ته ورسوي، خو دغه خبرې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ روانه جګړه پای ته نه‌شي رسولای.

د ښاغلي صالح په خبره طالبان د قومي مشرانو او خلکو د قتل عاملین دي او باید په دې اړه ځواب ورکړي.
ښاغلي صالح وویل: “ممکن دی، احتمال لري، شاید په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا مذاکرات د امریکا او طالبانو ترمنځ جګړه ختمه کړي، ولې هېڅ امکان نه‌لري چې په دوحه کې مذاکرات د طالبانو او افغان ملت ترمنځ جګړه ختمه کړي.”
بل‌خوا په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نېکولاس کې چې د دغې غونډې ګډونوال و وايي، دوی له طالبانو سره د سولې هر ډول هوکړې په لټه کې نه‌دي.
د ښاغلي کې په وینا دوی د داسې هوکړې په لټه کې دي چې په هغه کې ولسواکي، د ښځو او بشر حقونو ته احترام وشي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي زیاته کړه، هر څومره چې ژر کېږي، باید بین‌الافغاني خبرې پیل شي، ناټو د افغان ځواکونو په ملتیا دغو خبرو ته شرایط چمتو کولای شي.
https://avapress.com/vdcexz8wpjh87fi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته