دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 201737
سمنګانو ولایت کې ۱۵تنه وسلوال طالبان دسولې له پروسې سره یوځای شول
په یاد ولایت کې دطالب وسلوالو یوې ۱۵کسیزې ډلې خپلې وسلې په ځمکه کیښودې او دسولې له ملي پروسې سره یوځای شوه.
یادې وسلوالې ډلې په خپلو کړنو پښیماني وښوده او له خپلو خلکو سره ژمنه وکړه،چې نور به دطالبانو په لیکو کې فعالیت نه کوي.
یادې ډلې له طالبانو څخه وغوښتل،چې نور له جګړې لاس واخلي اودبې ګناه انسانانو وژنو ته دپاي ټکی کیږدئ.
په ورته وخت کې دسمنګانو دولایت اوسیدونکو له دیادې ډلې دتسلیمدو هرکلی کړی اوله نور ډلو څخه یې غوښتنه وکړه،چې حقیقت درک کړئ او له افغان حکومت سره یوځای شئ.
https://avapress.com/vdcfmyd0ew6dxea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته