دفاع وزارت وایي، د ننګرهار په شیرزاد ولسوالۍ کې یې د پوځي عملیاتو په پایله کې د طالبانو د مخدره توکو د تولید او پروسس یو لوی پلانټ او فابریکه ویجاړه کړې ده.
د دفاع وزارت لخوا اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د شیرزاد ولسوالۍ د ګندمک په کلي کې د کومانډو ځواکونو لخوا شوي او ورسره شاوخوا کلیو کې طالبانو ته تلفات هم اړول شويدي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د دفاع وزارت ادعا ته ځواب نه دی ویلي، خو ویلي یې دي چې جنګیالیو یې د شیرزاد په ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو په یو کاروان برید کړی دی.