دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 201739
بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې تاوتریخوالی کمول بې معنا دی
د بښنې نړیوال سازمان په یوې خبر پاڼه کې ویلي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په روانو خبرو کې باید دواړه لوري د جګړې قوانین پلی کولو ته ژمن اوسي او په پرله پسې ډول پر ولسي وګړو هر ډول نا مناسب بریدونه پای ته ورسوي. د معلوماتو له مخې د تېرې یوې اونۍ راهیسې د تړلو دروازو تر شا د قطر په دوحه کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په سر بحثونه روان دي، څو پکې یوې هوکړې ته ورسېږي،خو لاهم دا چاره نه ده بشپړه شوې.

د طالب او امریکایي استازو دغې ناستې ته په اشارې سره د بښنې نړیوال سازمان ویلي دي،: هغه نښتې چې یوه برخه یې پر ولسي وګړو بریدونه دي، د تاوتریخوالي اصطلاح پکې بې معنا ده، د تاوتریخوالي کمېدل د منلو وړ نه دي، ځکه چې د ولسي وګړو ژوند باید خوندي وي.
د بښنې نړیوال سازمان پر وینا له دې وروسته باید امریکا او د افغانستان طالبان باید د جګړې ټولو قوانینو ته درناوی وکړي او ژمن پاتې شي، څو د افغانانو ژوند ته پام وکړي او پر هعوی بریدونه ونه کړي.
د امریکايي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړې په افغانستان کې د ولسي وګړو پر ژوند پراخه منفي اغېزه کړې ده چې د دواړویو لوریو ترمنځ په مخامخ جرګو،بریدونو، ماین چاودنو او عملیاتو کې بې ګناه افغانان شهیدان کېږي.
د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې په تېر ۲۰۱۹ کال کې هم یوازې د طالبانو او امریکایي ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله ۲۵۶۳ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۵۶۷۶ نور کسان بیا پکې ټپيان شوی دي.
یوناما وایي، له ۲۰۰۹ کال راهیسې تر ۲۰۲۰ کاله پورې تر اوسه تر ۱۰۰ زرو ډیرو بې ګناه افغانانو ته په دغې بې برخلیکه جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې ده چې دا ډیره لویه شمېره بلل کېږي.
په دغې موده کې شاوخوا ۳۴۰۰۰ زره ولسي وګړي شهیدان شوي دي چې ډیری یې ماشومان او سړي دي.
سرچینه کاږي چې په دغې موده کې د افغان حکومت، امریکایي ځواکونو، وسله والو طالبانو او نورو وسله والو ډلو له لوري ملکي وګړي په نښه شوي دي.
بښنې نړیوال سازمان وایي، وسله وال طالبان دې د امریکا سره د سولې خبرو پر مهال په افغانستان کې په ملکي وګړو بریدونه نه کوي، بلکې دواړه لوري د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي.
د یادولو ده په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالي او جګړو زور اخیستی دی چې افغانان یې سخت خواشیني کړي دي.
 
https://avapress.com/vdchxzniw23nvqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته