دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 201740
ولسمشر: د زندانونو چارې یوې ملکي ادارې ته سپارل کېږي
د افغانانو له پرله پسې غوښتنو او شکایتونو وروسته ولسمشر غني په یوه تازه فرمان کې د زندانونو مدیریت یوې ملکي ادارې ته سپارلی دی. د ولسمشر غني له لوري په دغې فرمان کې راغلي دي چې د ولس د پرله پسې غوښتنو وروسته یاده پرېکړه شوې ده چې د دې کار موخه په زندانونو او د بندیانو په دوسیو کې د اصلاحاتو راوستل بلل شوي دي.

تر اوسه پورې د زندانونو مدیریت د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت اداري له لورې ترسره کېده، خو له دې وروسته به ملکي اداري ته په واک کې ورکړل شي څو په زندانونو کې مناسب مدیریت ترسره شي.
د ولسمشر غني په فرمان کې په دې ټینګار شوی دی چې د روزنې پر سالمو ځایونو د زندانونو او څارخونو د بدلولو ترڅنک دې د بندیانو د اقتصادي، ورزشي او اداري اصلاحي کارونو لپاره هم اقدامت وشي.
د معلوماتو له مخې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې تازه حکم له مخې راشد توتاخېل د دغې اداري مشر ټاکل شوی دی.
په فرمان کې وړاندې راغلي دي چې له نظامي برخې څخه ملکي اداري ته د لېږد چارې باید تر دریو میاشتو پورې بشپړې شي او د اصلاحاتو ملي پروګرام باید تر پنځو کلونو پلی شي.
ادعاوې کېږي چې دا مهال د افغانستان په بند خونو کې له ظرفیته څو برابره ډیر بندیان د بند شپې او ورځې تیروي چې له ډیرو ستونزو سره مل دي.
ډیری خلک د افغان حکومت په دې پرېکړه خوښ دي چې ګواکې د زندانونو مدیریت د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت څخه اخیستل کېږي او د ملکي ادارو ته په واک کې ورکول کېږي چې دا به ښه پایله ورکړی.
د افغانستان په زندانونو کې ډیری خلک له افغان حکومته شکایتونه کوي چې ګواکې دوسیې یې پر وخت نه کتل کېږی، چې له همدې امله یې د بند موده یاهم غځول کېږي یا پرې نا حقه بند ډیریږي.
یو شمېر زنداني کسانو هم ویلي دي چې د دوی د بند مودې پوره شوی دي، خو د ناسم مدیریت له امله اوس هم د زندان په خونو کې د خپلو دوسیو په ګرځولو ستړي شوي دي.
یو شمېر یې بیا نیوکې کوي چې د نورو په تورنو کې زندان ته اچول شوي دي، خو نه شي کولی چې خپله دوسیه وڅیړي او اعتراض وکړي چې یوازې بې برخلیکه پکې مېشت دي.
 
https://avapress.com/vdcjxve8yuqeyaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته