دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود : 201741
د  عبدالباري جهاني نوی اثر چاپ شو
د افغانستان د نومیالي شاعر، لیکوال او مورخ، دغه راز د اطلاعات او فرهنګ وزارت د پخواني وزیر عبدالباري جهاني ژوند لیک اټوبیوګرافي ” زما ژوند په نوم د شاعرۍ او لیکوالۍ کتاب چاپ او خپور شوی. د معلوماتو له مخې د عبدالباري جهاني په نوي دې چاپ شوي کتاب کې د خپل شخصي، علمي ادبي او سیاسي ژوند ترڅنګ، د چاپیریال په توګه د افغانستان د تېرې نیمې پیړۍ پر مهمو موضوعاتو تمرکزی شوی دی.

عبدالباري جهاني د خپل چاپ شوي کتاب په اړه ویلي دي چې د کتاب په ځینو برخو کې د نږدې څلورو لسیزو مطبوعاتي او وروسته د کابینې تر کچې، سیاسي چارو پر مهال مهمو پېښو نا ویلي اړخونه ته هم اشاره کړې ده.
لیکوال عبدالباري جهاني وایي، چې د کتاب په وروستۍ برخه کې د افغانستان د کشالې په هکله د بهر مېشتو افغانانو منورینو پر هلو، د مجاهدینو پرخپلمنځي شخړو، د طالبانو د تحریک پر منځ ته راتګ، د ملاعُمر سره پر پام وړ لیدنه د حامدکرزي پر واک ته رسېدو، ملي سرود، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر په توګه کارپیلولو، د طالبانو سره د سولي پر هڅو او د وزارت څخه پر استعفا، ګڼ ناویل سوي واقعیتونه بیانوي.
د لیکوال پر وینا دغه کتاب یې پر ۲۰۹ پاڼو کې لیکلی دی چې لومړۍ د افغانستان له کندهار ولایت څخه د چاپ په ګاڼه سمبال شوی چې اوس یې خلک د هېواد په ډیری ولایتونو کې ترلاسه کولی شي.
د پښتو ژبي د نومیالي شاعر، لیکوال، ژورنالیست او څېړونکي عبدالباري جهاني په ۲۰۱۷ کال کې هم ورته تر ټولو ښه کتاب د پښتو شعر هینداره » په نوم د زرو ټوکو په شمېر چاپ کړی و خلکو خورا ډیر خوښ کړ.
په دغه څېړنیز ادبي اثر کي ښاغلي جهاني؛ د پښتو ژبي د کلاسیکو او معاصرو شاعرانو د شعر منځپانګه، بڼه، څرنګوالی، پرتلنه او مضامین، د شاعرانو ژوند او ټولنیز شرایط، فکر، پیغام او په پښتو شعر او ادبیاتو کي د هغو ونډه او د شعري لړۍ د دوام کړۍ، په خورا دقت څېړلې او تحلیل کړې وې چې د ادب مینوالو له لوری خورا وستایل شو.
« د مشکو کاروان » پر اثر د ښاغلي جهاني دې ته ورته هڅه، د پراخ هرکلي سره مخ شوې وه خو د اوسني اثر د منځپانګي څخه معلومېږي چي د هغه کتاب په پرتله، په دې کې هم ډېر زیار ګالل شوی.
عبدالباري جهاني د یوه افغان لیکوال په توګه د دې کتابونو سربېره خپلې ټولنې لپاره ډیر نور مهم کتابونه هم لیکلي دي.
افغان لیکوالان وایي چې ښاغلي جهاني د لیکوالۍ پر مهال مشکو کاروان، انګریزي څخه منظومه ترجم شرقي لمني غربي ګلونه،هرات، پښتانه او ستره لوبه،څېړنیز او کره کتنیز اثر د پښتو په سُر او تال کي د غربي سندرو شرنګ، ورکه مېنه، شعر-پایکوب، شع-د سباوون په تمه او نورې شعري ټولګې ډیر په ښه شکل سره د اړتیا سره سم لیکلې وې او ورځ تر بلې لوستونکي ډیریږي.
د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د افغان لیکوالانو له لوري خورا ډیر پیچلي، څیړنیز کتابونه لیکل کېږي چې د ولس له لوری هم ورځ تر بلې ستایل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcay6nu649nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته