دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 201743
افغان حکومت: د کرونا وژونکي ویروس ته مو په هوایي ډګرونو کلک تدابیر نیولي
د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره یې احتیاطي تدابیر نیولي دي. د دغه وزارت ویاند نظام الدین جلیل تاند ته وویل، یوه یوه ډله یې په هوایي ډګرونو کې ګمارلې ترڅو په کرونا له ککړو هیوادونو څخه راتلونکي مسافر له روغتیایي پلوه معاینه کړي.

نوموړی وایي، که دغو ډلو په کرونا ککړ یا شکمن کسان پیدا کړل سمدواره به یې قرنطین کړي: (( عامې روغتیا وزارت په هوایي ډګرونو کې د تدابیرو سره سره د کرونا ویروس د علایمو په اړه د پوهاوي پروګرامونه هم پیل کړي دي.))
دا په داسې حال کې ده چې ګاونډي هیواد چین کې د کرونا وژونکي ویروس له کبله ۲۵ کسان مړه او سلګونه نور په دې ویروس ککړ شوي دي چې دا ناروغي ترې تایلنډ، استرالیا، جاپان، امریکا، جنوبي کوریا، هند او نورو ته رسېدلې ده.
په افغانستان کې هم د دغې وبا د خپرېدو په اړه اندیښنې راپورته شوي، خو د عامې روغتیا وزارت وايي، داسې رلپور لا نشته چې په افغانستان کې څوک په دې ناروغۍ اخته وي.
د ناروغۍ نښې نښانې ټوخی ، تبه او ساه لنډي ښودل شوې دي چې ګڼو هیوادونو ورته په هوایي ډګرونو کې سخت تدابیر نیولي دي.
 
https://avapress.com/vdcc0sqi12bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته