آیت الله سید علی سیستانی د عراق دینی عالی مرجع ددی هیواد ځمکنۍ تمامیت او ملی وحدت باندی ټینګار کړی او خپل مخالفت ددی دوو حرمتونو نه ساتلو په وړاندی اعلان کړ.
آیت الله سیستانی: عراق حاکمیت باندی تعرض په هر بهانه او هر لوری څخه د منلو وړ نه دی
5 دلو 1398 ساعت 11:21
آیت الله سید علی سیستانی د عراق دینی عالی مرجع ددی هیواد ځمکنۍ تمامیت او ملی وحدت باندی ټینګار کړی او خپل مخالفت ددی دوو حرمتونو نه ساتلو په وړاندی اعلان کړ.
د عراق دینی عالی مرجع په بیانیه کې چی د حجت الاسلام احمد صافی له لوری د کربلا جمعه ورځی لمونځ خطبه کې وویل شو، راغلی دی چی د عراق حاکمیت او ملی تمامیت نقض لپاره هیڅ توجیه د هیچا لپاره شتون نه لری.
آيت الله سیستانی په بیانیه کې زیاته کړي چی عراق اوسیدونکې خپل مواضع او نظرونو بیان کې د عراق حاکمیت او صیانت په چارچوب کې د هر ډول خارجی فشار څخه آزاد دی.
هغه حقیقی اصلاحاتو اجرا باندی چی ملت یی غوښتونکې دی ټینګار کړي او زیاته کړه چی ددی کار ادامه پیدا کول د اوسیدوکو زورولو لامل ګرځي او عراق کې ناامنی او بی ثباتی لامل ګرځي.
عراق دینی مرجع همدارنګه د نوی دولت جوړېدلو ځنډیدو څخه نارضایی ښودلی دی او ټول سیاسی ډلو څخه غوښتی دی چی هرڅه ژیر تصمیم ونیسی.
آیت الله سیستانی وویل چی ددی قضیه حل د عراق سیاسی بحران حل کې مهم رول لری.
د مطلب کود: 201746