کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نامعلومو کسانو په بامیانو ولایت کې په پنځه لس کلنې نجلۍ جنسي تیری کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 دلو 1398 ساعت 12:17

د بامیانو ولایت سیمه ایز چارواکي په دې ولایت کې د نامعلومو کسانو له لوري په ۱۵ کلنۍ نجلۍ باندې د جنسي تیري خبر ورکړی دی


د بامیانو امنیه قومندانۍ ویاند محمد رضا یوسفي نن د تلې په پنځمه باندې یک تلویزیون ته ویلي دي چې تیره ورځ نامعلومو کسانو ددې ولایت مرکز اړوند "دوست بیک فولادي" سیمه کې په ۱۵ کلنه نجلۍ باندې جنسي تیری کړی دی.
د یوسفي په خبره نامعلومو کسانو په داسې وخت کې په دې نجلۍ باندې جنسي تیری کړی چې نجلۍ د سیند خوا کې په کالیو وینځلو باندې بوخته وه.
د بامیانو امنیه قومندانۍ ویاند زیاتوي چې ددې پيښې عاملین له سیمې څخه تښتیدلي دي خو دده په خبره پيښه د پولیسو له لوري ترڅیړنې لاندې ده.
ویل کیږي چې نجلۍ روغتون ته استول شوې او روغیتايي حالت یې د ډاډ وړ دی


د مطلب کود: 201756

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201756/نامعلومو-کسانو-په-بامیانو-ولایت-کې-پنځه-لس-کلنې-نجلۍ-جنسي-تیری-کړی

آوا
  https://www.avapress.com