دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 201772
افغان دولت: اشرف غني او امرالله صالح د سولې مخالفین نه دي
د افغانستان دولت د طالبانو دا څرګندونې ردوي، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال یې د سولې مخالفین دي.
د افغان سولې په اړه په سویس کې د ولسمشر محمد اشرف غني او په کابل کې یوې غوندې ته د هغه د ټاکنیزې ډلې د لومړي مرستیال امرالله صالح ورستیو څرګندونو، د طالبان غبرګون راپارولی او ولسمشر غني او ښاغلی صالح یې د سولې مخالفین بللي دي.


طالبانو نن (شنبه) د اووني تبصرې په نوم یو مطلب کې چې د دوی په یوې رسمی ویب پاڼه خپور شوی ویلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال یې (امرالله صالح) د سولې مخالفین دي او هڅه کوي د جګړې لمبې تودې وساتي.
خو د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، حکومت د سولې لپاره ټینګه اراده لري.
د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان رهبري او حکومت د سولې په اړه مشخصه اراده لري او خپل حسن نیت یې هم ښودلی دی، نه پوهېږم چې دوی ولې دا خبره کوي چې حکومت د سولې لپاره اراده نه لري؟ که د دوی هدف دا وي چې موږ د تاوتریخوالي کموالی نه منو، نو دا خو د هېڅ چا د منلو نه ده، د افغانستان د خلکو غوښتنه ده چې د مذاکراتو له پیل وړاندې اوربند وشي."
اغلې انوري وایي، تر کومه چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې ونه شي په افغانستان کې به سوله رانشي.
ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې چهارشنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې په نړیواله اقتصادي مجمع کې خبریالانو ته ویلي، که طالبان د تاوتریخوالي له ختمولو لاس وانخلي، دی به اجازه ورنه کړي چې طالبان له امریکا سره د سولې له مذاکراتو په سوی استفادې واک ته ورسېږي.
همدارنګه د ښاغلي غني د ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح بیا د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د سولې اړوند یوه غونډه کې ویلي چې ممکن په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات د دغو دواړو لورو تر منځ جګړه ختمه کړي خو دا خبرې به د طالبانو او افغان ولس تر منځ جګړه پای ته ونه رسوي.

د دولت جوړونکي ټاکنیز ټيم د لومړي مرستیال امر الله صالح د څرګندونو او ورته د طالبانو د غبرګون په اړه د دغه ټيم ویاند رضوان مراد وایي، چې دوی د سولې مخالفین نه بلکه د باعزتې سولې غوښتونکي دي.
هغه زیاته کړه: "کله چا ویلي چې موږ د سولې مخالفین یو خو د کومې سولې، ایا د افغانستان او افغانانو لپاره سوله که په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ معامله؟دغه معامله چې د امریکا او طالبانو تر منځ ده د افغانستان لپاره څه لري؟ د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم د لومړي مرستیال د څرګندونو هدف هماغه د افغانستان د باعزتې سوله موضوع ده. "
تر دې مخکې وسله والو طالبانو پر خپله وېب پاڼه په یوه خپور شوي بیان کې ویلي وه، چې د تاوتریخوالي د کمولو د غوښتنې سره سره، امریکا نوې غوښتنې هم له دوی څخه مطرح کړې دي.
د طالبانو په بیان کې نور وضاحت نه و ورکړ شوی او دا یې هم نه وه څرګنده کړې چې امریکا کومې نوې غوښتنې کړې دي.
د اسوشیټډ پرس په حواله، وسله والو طالبانو د تېرې پنجشنبې په ورځ په دې بیان کې ویلي چې واشنګټن هسې وقت ضایع کوي او دا چې د تاوتریخوالي د کمولو تعبیر له خلیلزاد سره خبرې متاثره کړې دي.
خو په تازه خپرې شوې تبصره کې بیا طالبانو ویلي چې، امریکایانو سره په قطر کې د دوی خبرې یو ټاکونکي پړاو ته نږدې شوې دي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefz8wwjh87fi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته