دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۶
د مطلب کود : 201773
د پاکستان سنا جرګه: عمران خان دې پوه شي چې له افغان سولې کشمیر مهم دی
د پاکستان د مشرانو جرګې اپوزیسیوني برخه وایي د افغانستان تر سولې پروسې کامیابولو ورته د کشمیر لانجه لومړیتوب لري. د پاکستان د سنا جرګې غړې او د اپوزیسیوني برخې مشر‌ې شېري رحمان ویلي چې پاکستاني چارواکي د هېواد د مسایلو په اړه شفاف ګامونه نه اخلي، خو د افغانستان په موضوع کې یې ځان ښکیل کړی دی. د نوموړې په وینا، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له ټرمپ سره د کشمیر پر ځای د افغانستان پر سوله خبرې کړې دي او دا کار یې ښه نه دی کړی.

اغلې رحمان وایي پاکستان ته تر افغانستان کشمیر لومړیتوب لري او د عمران خان حکومت ته په کار ده چې د پاکستان اصلي سیاستونه وپېژني.
د نوموړې په خبره د پاکستان د حکومت تګلاره دا ده چې په کشمیر کې باید سوله تامین کړي او د خلکو له حقوقو دفاع وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم ګڼو پاکستاني چارواکو ویلي وو افغانستان ته به هله امنیت راځي چې کشمیر امن شي.
دوی د افغانستان مسئله د کشمیر له مسئلې سره تړي او وایي، دا نه شي کیدلای چې افغانستان کې د سولې جشنونه نمانځل کیږي خو په کشمیر کې وینې بهیږي.
 
https://avapress.com/vdcfeyd0mw6dxea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته