دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۲
د مطلب کود : 201774
چین به په راتلونکو ۶ ورځو کي زر بستریز روغتون جوړ کړي
د چین حکومت په وهان ښار کي د یوه نوي روغتون د جوړېدو کار پیل کړی دی. دغه روغتون د نوي کرونا وایروس د ناروغانو د تداوي او د دغه وایروس د مخنيوي له پاره جوړېږي.

دغه ۱۰۰۰ بستریز روغتون به په راتلونکو شپږو ورځو کي چمتو سي. د رسنیو له مخي، دا مهال شاوخوا ۳۵ کيندونکي (سکواټور) او ۱۰ بلدوزران د دې روغتون د جوړولو له پاره کارول کېږي.
دا روغتون به د اوسنیو طبي خدمتونو د کموالي ستونزه حل کړي. په وهان کي درملتونونه د درملو له کموالي سره مخامخ سوي او په روغتونونو کي له وړاندي د خلکو پراخه ګڼه ګوڼه جوړه سوې.
د چین وهان ښار نژدې ۹ میلیون وګړي لري او د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي له پاره ټرانسپورټ بندوي.
دا اونۍ چي میلیونونه چینایان د نوي سپوږمیز کال درشل کي په چکر ځي، د دې ښار اوسېدونکو ته سپارښت سوی چي کوم ځای ته ونه خوځېږي.
https://avapress.com/vdcguq9xtak9zu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته