کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین به په راتلونکو ۶ ورځو کي زر بستریز روغتون جوړ کړي

5 دلو 1398 ساعت 18:32

د چین حکومت په وهان ښار کي د یوه نوي روغتون د جوړېدو کار پیل کړی دی. دغه روغتون د نوي کرونا وایروس د ناروغانو د تداوي او د دغه وایروس د مخنيوي له پاره جوړېږي.



دغه ۱۰۰۰ بستریز روغتون به په راتلونکو شپږو ورځو کي چمتو سي. د رسنیو له مخي، دا مهال شاوخوا ۳۵ کيندونکي (سکواټور) او ۱۰ بلدوزران د دې روغتون د جوړولو له پاره کارول کېږي.
دا روغتون به د اوسنیو طبي خدمتونو د کموالي ستونزه حل کړي. په وهان کي درملتونونه د درملو له کموالي سره مخامخ سوي او په روغتونونو کي له وړاندي د خلکو پراخه ګڼه ګوڼه جوړه سوې.
د چین وهان ښار نژدې ۹ میلیون وګړي لري او د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي له پاره ټرانسپورټ بندوي.
دا اونۍ چي میلیونونه چینایان د نوي سپوږمیز کال درشل کي په چکر ځي، د دې ښار اوسېدونکو ته سپارښت سوی چي کوم ځای ته ونه خوځېږي.


د مطلب کود: 201774

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201774/چین-په-راتلونکو-۶-ورځو-کي-زر-بستریز-روغتون-جوړ-کړي

آوا
  https://www.avapress.com