د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کي د پولیسو یو قومندان څلور پوليس وژلي او دوه نفره نور يې ټپيان کړي دي. دغه پېښه وړمه شپه د دې ولسوالۍ په درزاب سيمه کي د ملي پوليسو په يوه امنيتي پوسته کي رامنځ ته سوې ده.
کندهار؛ خاکریز کي د پوستې یو قومندان څلور پولیس وژلي
5 دلو 1398 ساعت 14:48
د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کي د پولیسو یو قومندان څلور پوليس وژلي او دوه نفره نور يې ټپيان کړي دي. دغه پېښه وړمه شپه د دې ولسوالۍ په درزاب سيمه کي د ملي پوليسو په يوه امنيتي پوسته کي رامنځ ته سوې ده.
په کندهار کي يوې امنيتي سرچينې افغان اوربند اوونیزي ته وویل، چي بريد د دې پوستې قوماندان حاجي اکا کړی او تر بريد وروسته د څلورو نورو پوليسو سره يو ځای د طالبانو سره يو ځای سوی دی.
سرچینه وايي، حاجي آکا د دې امنيتي پوستې ۱۱ ميله وسله هم له ځان سره وړې ده.
د کندهار ولایت ولايتي مسؤلين په دې اړه معلومات نه ورکوي او د کندهار د والي وياند بهير احمدي هم د دغي پېښي په اړه ناخبري ښيي.
طالبانو د پېښي مسؤليت منلی دی او وياند يې قاري يوسف احمدي وايي، چي وړمه شپه کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ اړوند په سلامۍ سیمه کي د دوی څو تنو “نفوذي” کسانو ۲پوستې نيولي، ۶عسکر یې وژلي او ۲ نور یې ژوندي نيولي دي.
احمدي زیاتوي، چي د دوی کسانو ۱۶ ميله وسله هم له ځان سره د دوی ليکو ته وروړې ده.
د مطلب کود: 201776