دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 201784
چارواکي: د هلمند په کجکي کې هیلیکوپټر​ رالویدلې
راپورونه وايي چې دهلمند په کجکي کې یوه هیلیکوپټر​ رالویدلې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته پېښه تایید کړې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.
ې دې سپینې مک هیلیکوپټر په کجکي کې میشتو افغان سرتیرو ته اکمالات رسول.
د کجکي ولسوال ته یوې نژدې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې هیلیکوپټر نن غرمه مهال په توغندي ویشتل شوې او نسکوره شوې ده.
دې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ازادي وویل چې په پېښه کې دوه پیلوټانو ته چې بهرني اتباع وو ، زیان نه دی اوښتی خو د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
وسله والو طالبانو یا بلې کومې ډلې تر اوسه ددې هیلیکوپټر د نسکورولو په اړه څه نه دي ویلي.
دکجکي تنګی چي د برېښنا د توليد لويه فابريکه او د اوبو بند په کې دي د کلونو راهېسې د طالبانو له خوا محاصره دی او حکومت دغلته میشتو سرتېرو او ورسره کورنیو ته د هوا له لارې اکمالات کوي.
https://avapress.com/vdch6znik23nvqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته