دا لیدنه په لندن کې د 2020 The Education World Forum نړیوال کنفرانس په څنډه کې تر سره شوه.
ډاکتر بلخي په دې لندنه کې د افغانستان په مرکز او ۳۴ ولایتونو کې د ښوونیزو خدمتونو په برخه کې د یاد وزارت د لاسته راوړنو د تشریح ترڅنګ؛ د ښوونځي څخه پاتې ۳.۷ میلیونه ماشومان څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د دې ماشومانو ډيره برخه نجونې تشکیلوي.
د هیواد پوهنې وزیر همدارنګه د ښوونیز سیستم د ظرفیت لوړولو او معیاري کولو اړتیا، د زده کوونکو لپاره د ښه ښوونیز چاپیریال نشتوالۍ، بې ودانۍ ښوونځيو او د افغانستان ماشومانو څخه د ساتنې او پاملرنې په برخه کې د شته ستونزو څخه یادونه وکړه او د هیواد له ښوونې او روزنې او له پورته برخو څخه د بریتانیا د ډیرو همکاریو غوښتونکۍ شو.
همدارنګه د نړیوالې پراختیا په چارو DFID کې د بریتانیا د دولت وزیر استفان ام. پي ژمنه ورکړه چې د ماشومانو ښوونې او روزنې په نورو برخو کې به له افغانستان سره همکار اوسي.
د یادونې وړ ده چې پوهنې وزیر د 2020 The Education World Forumنړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه چې د ۲۰۲۰ کال د جنوري د میاشتې له ۱۹ څخه تر ۲۲ نیټې (د تلې د ۲۹ مې څخه د سلواغې تر ۲مې ) پورې په لندن کې د تر سره کیدو په حال کې ده، انګلستان هیواد ته سفر کړۍ دۍ.
د ښوونې او روزنې نړیواله غونډه هر کال دا نړیوال کنفرانس د ۱۰۰ څخه د زیاتو هیوادونو د پوهنې وزیرانو او استازو په شتون کې د ښوونې او روزنې خدمتونو پراختیا او ښه والي، په ښوونیزو سیستمونو کې د شته ننګونو ارزونې او همدارنګه په ښوونه او روزنه کې د نړیوالو نویو لارو د کارونې په موخه تر سره کیږي.