کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګري ملتونو خبردارۍ:

۲۵۰ ميليونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

5 دلو 1398 ساعت 18:09

د ملګرو ملتونو مرستيالې مشرې له تعليمي بحران څخه «خبرداری» ورکړ او وې ويل چې ۲۵۸ ميليونه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي. آمنه محمد زياته کړه چې يوازې ۴۹ سلنه زده کونکي له متوسطه ښوونځيو څخه فارغيږي.



د ملګرو ملتونو له سازمان څخه د اسوشتيد خبري آژانس د رپوټ په حواله، دغه ۲۵۰ ميليونه هغه ماشومان دي چې عمرونه يې له ۱۷ کلنو ښکته دي.
د ملګرو ملتونو مرستيالې مشرې، آمنه محمد، د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري ۲۴مه) د ملګرو ملتونو په عمومي سرمشريزه کې د زده کړې په نړيواله ورځ کې وويل چې سره بيره پر دې شاوخوا ۷۷۰ ميليونه بالغان نالوستي دي چې په هغو کې ډيری يې ښځې دي. 
هغې وويل له دغه وضعيت څخه د «خبرداري ورکولو» موخه يوازې هغه په ميليونونو کسان نه دي چې زده کړې نه کوي او يا يې هيڅ زدکړي نه دي کړي، بلکې د هغو ماشومانو، تنکي ځوانانو او بالغانو بحراني وضعيت څخه ده، کوم چې په زده کړو کې دي، خو زده کړه نه کوي.»
د بريتانيا پخوانی لومړی وزير ګوردون براون چې اوس د زده کړو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی، ويلي دي دغې مسئلې چې له ۴۰۰ ميليونو څخه ډيرو ماشومانو ښوونځي پريښي دي ده ته سخت ټکان ورکړی دی. د هغه په وينا دغه ماشومان د ۱۰ او يا ۱۱ کلونو دي. براون زياته کړې چې ۸۰۰ ميليونه ماشومان په داسې حال کې ښوونځي پريږدي چې کوم د پام وړ تعليمي مدرک په لاس کې نه لري.
 


د مطلب کود: 201791

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201791/۲۵۰-ميليونه-ماشومان-له-زده-کړو-بې-برخې-دي

آوا
  https://www.avapress.com