کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سولې ولسي حرکت: هغه سوله نه منو چې افغان وژنه ونه دروي

5 دلو 1398 ساعت 18:40

د سولې ولسي حرکت خبرداری ورکړی، د افغان سولې اړوند به هیڅ داسې پرېکړه ونه مني چې له لاسلیک سره یې بیا هم افغانستان کې وینه بهیدنه روانه وي.
د سولې ولسې حرکت مسؤلانو پر ټولو لوریو د سمدستي اوربند او د وینو بندولو غږ کړی دی.



د همدې حرکت غړو نن په کندهار کې د یوه موټریز لاریون پر مهال وویل، افغانان نه تاوتریخوالی پېژني او نه هم داسې پرېکړه مني چې له مخې یې بیا هم افغانان قرباني کېږي.
لاریونوالو د جګړې پر ښکېلو خواو د منل شوي اوربند او سولې غږ وکړ.
د هغوی په وینا، په جګړه کي بهرنیان نه وژل کېږي او نه هم هغوی تر چړې لاندې دي، بلکيې افغان جګړه کې یوازې او یوازې افغانان وژل کېږي.
د یاد حرکت غړو پر ټول ولس غږ وکړ چې نور د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشار راوړي او ځانونه له رواني جګړې څخه په خپل غږ پورته کولو سره وژغوري.
د سولې ولسي حرکت له یو کال راهیسې ولایت په ولایت د سولې له پیغام سره ګرځي چې د خلکو له تود هرکلي او ملاتړ څخه برخمن شوی دی.
 


د مطلب کود: 201805

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201805/د-سولې-ولسي-حرکت-هغه-سوله-نه-منو-چې-افغان-وژنه-ونه-دروي

آوا
  https://www.avapress.com