دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۰
د مطلب کود : 201805
د سولې ولسي حرکت: هغه سوله نه منو چې افغان وژنه ونه دروي
د سولې ولسي حرکت خبرداری ورکړی، د افغان سولې اړوند به هیڅ داسې پرېکړه ونه مني چې له لاسلیک سره یې بیا هم افغانستان کې وینه بهیدنه روانه وي. د سولې ولسې حرکت مسؤلانو پر ټولو لوریو د سمدستي اوربند او د وینو بندولو غږ کړی دی.

د همدې حرکت غړو نن په کندهار کې د یوه موټریز لاریون پر مهال وویل، افغانان نه تاوتریخوالی پېژني او نه هم داسې پرېکړه مني چې له مخې یې بیا هم افغانان قرباني کېږي.
لاریونوالو د جګړې پر ښکېلو خواو د منل شوي اوربند او سولې غږ وکړ.
د هغوی په وینا، په جګړه کي بهرنیان نه وژل کېږي او نه هم هغوی تر چړې لاندې دي، بلکيې افغان جګړه کې یوازې او یوازې افغانان وژل کېږي.
د یاد حرکت غړو پر ټول ولس غږ وکړ چې نور د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشار راوړي او ځانونه له رواني جګړې څخه په خپل غږ پورته کولو سره وژغوري.
د سولې ولسي حرکت له یو کال راهیسې ولایت په ولایت د سولې له پیغام سره ګرځي چې د خلکو له تود هرکلي او ملاتړ څخه برخمن شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcbg8b5srhbgwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته