دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۳۵
د مطلب کود : 201819
نړیوال بانک: افغانستان له سولې وروسته بشري مرستو ته اړتیا لري
افغانستان کې د مرکزي بانک رییس هنرلي کرالي وايي که چېرې د سولې خبرې اترې پایله ولري او افغانستان سولې ته ورسېږي، په هغه صورت کې دغه هېواد ډېرو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

افغانستان کې د نړیوال بانک رییس له طلوع نیوز سره په مرکه کې وایي چې دغه بانک د سولې خبرو په لړ او د سولې له هوکړې وروسته، افغانستان ته د نړیوالو مرستو د ترلاسه کولو لپاره کار کوي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس هنرلي کرالي په دې اړه وویل:«که د سولې په خبرو کې هوکړه وشي، افغاسنتان به ډېرو مرستو ته اړتیا ولري؛ د بېلګې په توګه موږ اټکل کوو چې د سولې پر مهال به د جنګیالیو بیا یو ځای کېدو او مېشت کېدو ته اړتیا وي. د کډوالو راستنېدو ته به اړتیا وي، دا ټول مالي مرستو ته د افغانستان د ډېرې اړتیا په مانا ده.»
د اقتصاد وزارت ویاند محمد یونس سالک هم زیاته کړه:«په هغه صورت کې چې د سولې خبرې پایله ولري او د سولې د راتګ لامل شي، د اقتصاد وزارت په داسې طرحې کار کړی چې «له سولې وروسته اقتصاد» نومېږي، چې له شک پرته په هغې کې د بې وزلۍ، بېکارۍ او د خلکو د شرایطو د بدلون مسایل په پام کې نیول شوي دي.»
بلخوا ځينې سوداګر وایي چې حکومت باید په دې بهیر کې خصوصي برخې ته هم ونډه ورکړي.
سوداګر محبوب الله ګردیزي وویل:«کله چې موږ سولې ته رسېږو په دې مانا چې موږ اقتصادي ځان بسیانې ته رسېږو. نړۍ افغانستان ته متوجه کېږي، نړیوال سوداګرۍ افغانستان ته متوجه کېږي، زموږ لاس نه خوړلی اقتصاد چې په هغه کې کانونه هم شامل دي، ځان ته پاملرنه جلبوي او ټول راځي پر هغې پانګونه کوي.»
تر دې وړاندې د نړیوال بانک چارواکو ویلي دي دا بانک هڅه کوي چې له افغانستان سره د راتلونکو مرستو په تړاو  د نړیوالې پرېکړې د همغږۍ کولو لپاره له ۲۰۲۰ کال وروسته له افغانستان سره د دغو مرستو د دوام زمینه برابره کړي.
 
سرچينه : طلوع نیوز
https://avapress.com/vdcgqq9xyak9z74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته