دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 201848
محقق، قانوني، کرزي او عبدالله سوله کې د غني د دریځ پر ضد پټه غونډه کړې
په کابل کې د محمد محقق په کور کې یو شمېر سیاسي څېرو او برحاله لوړپوړو حکومتي چارواکو ناسته کړې، چې په وینا یې دغه غونډه کې یې پر ټاکنو او د سولې په روان بهیر بحث کړی دی. که څه هم یاده غونډه کې رسنیو ته بلنه نه ده ورکړل شوې، خو ویل کېږي چې غونډه د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق په کور کې ترسره شوې ده او د ولسمشر غني وروستیو څرګندونو باندې زیات بحث په کې شوی.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، محمد محقق، یونس قانوني او ګن شمېر نورو سیاسي کسانو دغه ناسته کې ګډون کړی او ویلي کېږي چې تر ډېره یې د سولې پر روان بهیر خبرې کړي دي.
د دغې غوندې ګډونوال تر ډېر بریده د افغان حکومت او ولسمشر غني اپوزیسیون دي او تل یې د سولې برخه کې د افغان حکومت پر دریځ نیوکې کړي دي.
د دغې  راټول شوي سیاستوال په سویس کې د ولسمشر غني وروستیو څرګندونو په غوسه کړي چې ویلي یې وو، حامد کرزی او عبدالله د سولې یوه پاڼه طرحه لا نه لري.
خو بلخوا همدا څو ورځې مخکې حامد کرزي پر افغان حکومت نیوکه وکړه، چې د اوربند په پلمه دې  د سولې روانو خبرو کې خنډ نه جوړوي.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د ولسمشر غني پر هغې پرېکړې نیوکه کړې، چې له مخې به یې د سولې د خبرو بهیر د سولې  په چارو کې د دولت وزارت  له لوري پر مخ بیول کېږي.
 
https://avapress.com/vdci5zarvt1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته