کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ميانمار کې دوه روهنګيا مسلمان لږکۍ دوه ښځې وژل شوي دي

6 دلو 1398 ساعت 11:37

په ميانمار کې دوه روهنګيايي ښځې په ډزو وژل شوي دي. د ميانمار پوځ ويلي چې دغه ښځې د پوځ او روهګيايي ياغيانو تر منځ جګړه کې په ګوليو لګيدلي، خو ياغيانو ويلي چې د دوی او پوځ ترمنځ جګړه نه ده کړې.


 له دغو دوو روهنګيايي ښځو څخه يوه يې په شمالي ايالت راخين کې د درنو وسلو په ډزو کې وژل شوې او بلې يې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده. د پوځ وياند د دغو دوو ښځو د وژل کيدو پړه د روهنګيايي ياغيانو پر ډلې، آراکان آرمي باندې اچولې ده.
خو اراکان آرمي ډلې په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د دوی او ميانماري پوځ ترمنځ کومه نښته يا جګړه نه ده شوې. دغې ډلې د ميانمار د پوځ دغه ادعا بې بنسټه او درواغ بللې ده.
دغه دوه روهنګيايي ښځې په داسې وخت کې وژل شوي دي چې د ملګرو ملتونو نړېوالې محکمې ميانمار حکومت ته ويلي دي چې د روهنګيا مسلمان لږکۍ د حافظت او خوندي توب مسئله باوري کړي او د هغوی د ځان او مال د ساتنې له پاره بشپړ لازم اقدامات تر سره کړي.
نړېوالې محکمې همدا راز له ميانمار څخه غوښتي تر څو د روهنګيايانو پر وړاندې د ترسره شوو پر له پسې ټولو تاوتريخوالو له نښو او شواهدو څخه په بشپړ احتياط ساتنه وکړي.
د ويلو ده چې د ميانمار پوځ په ۲۰۱۷م کال په راخين ایالت کې چيري چې د روهنګيا مسلمان اقليت اوسيږي پوځي عمليات ترسره کړل. تر دغو پوځي اقداماتو وروسته څه باندې ۷۰۰ زره روهنګيايان ګاونډي هيواد بنګله ديش ته مهاجر شول.


د مطلب کود: 201849

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201849/په-ميانمار-کې-دوه-روهنګيا-مسلمان-لږکۍ-ښځې-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com