دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 201850
په ۲۰۱۹ کال کې د کراچۍ دریو لویو روغتونو کې د جنسي تېریو ۵۴۵ پیښې شويدي.
کراچۍ، دریو روغتونو ته تېر کال د جنسي تېریو ۵۴۵ او د لواطت ۱۳۸ پېښې ورغلي

جناح پوسټ ګریجویټ روغتون، روت پفاو ملکي روغتون او عباسي روغتون ته په جنسي تېري کې شکمن ۴۱۷ کسان هم د معایناتو لپاره راوستل شوي دي.
د راپور له مخې پاکستانیانو تیر کال په کراچۍ کې ۴۰۷ ښځو باندې جنسي تېری کړی او ۱۳۸ نورې د لواطت پیښې دي.
ورځپاڼه د پولیسو د بذخې د یو جراح قرار احمد عباسي له قوله وایي، د جنسي تیریو پیښې ورځ تر بلې زیاتېږي: (( دریو واړو لویو روغتونو کې له ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۹ پورې ۲۵۰۰ د جنسي تېري او ۵۹۳ د لواطت پیښې ثبت شوي دي.))
د پولیسو د معلوماتو له مخې له دې جملې په ۲۰۱۳ کې ۳۲۵، په ۲۱۰۴ کې ۳۲۴، په ۲۰۱۵ کې ۳۴۲، په ۲۰۱۶ کې ۳۶۰، په ۲۰۱۷ کې ۳۳۱، په ۲۰۱۸ کې ۴۱۱ او په ۲۰۱۹ کال د جنسي تیریو ۵۴۵ پېښې شوي دي چې په دغو کلونو کې ۱۷۰۹ شکمن کسان هم روغتونو ته راوړل شوي.
 
https://avapress.com/vdcbs8b5grhbgwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته