طالبانو او د امریکې استازي د سولي پر سره یوه جوړجاړي ته په تیرو شلو کلونو کې تر بل هروخت ډیر اوس نږدې شوي دي.
طالبانو هڅه کوي په هر ډول چې وي د یوه سیاسي جوړجاړي له لاري امریکا دې ته وهڅوي چې خپل سرتیري له افغانستان وباسي.
په دې سره به طالبان په یو شمیر ولایتونو کې ډیر واک تر لاسه کړي او حتی هلته کولای شي خپلي امارتي شعبي په بربنډه توګه پرانیزي.
د سیمي د سیاسي چارو شنونکی او د جواهر لعل نهرود پوهنځي د تاریخ او سیاست ښونکي شوپرنو برینجي خبریال ویب پاڼي ته وویل چې دی د امریکې او طالبانو احتمالي هوکړې په اړه ډیره اندیښنه لري.
هغه وای دا هوکړه په اصل کې د یوه بل جنګ د پیل مانا لري.
دغه پروفیسر په دې اند دی چې، طالبان به له دې سره په ډیرو لویو ښارونو کې ځواکمن شي او هڅه به وکړي چې د افغان دولت واک له هغو سیمو را ټول کړي.
افغان حکومت چې مشري یي اشرف غني کوي له دغه راز توافق سره چې پکي دوي برخه و نه لري او اوربند یې په ترځ کې نافظ نه شي، مخالفت کوي.
دغه مخالفت ته هم بیلا بیل غبرګونونه ښودل شوي دي.
د جهادي مشرانو او پخوانی ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ په ورستۍ غونډه کې په اشرف غني او ډلي يي نیوکي شوي دي.
کرزي او یو شمیر جهادي مشرانو غني د سولي د پروسي پر وړاندي خنډ بللی دی.
هغوي په یوه غږ د امریکې او طالبانو د سولي د خبرو ملاتړ کړی او هر هغه جریان یي غندلی چې د یادي پروسي د سبوتاژ لټون کوي.
تر اوسه نه ده څرګنده چې د امریکې او طالبانو تر منځ به کله هوکړه کیږي.
خو طالبانو پرون وویل چې امریکې د سولي په مذاکراتو کې د خپلو شرطونو شمیر د پخوا په پرتله زیات کړی او دا کار ښایي ښي پایلي و نه لري.