د غور ولایت مرکز فیروز کوه کې سلګونو احتجاجیانو د والي دفتر په ګډون ټولې دولتي ادارې تړلې دي. دغه کسان له څلورو ورځو راهیسې په فیروز کوه کې احتجاج کوي.
په غور کې احتجاج کوونکو د ټولو دولتي ادارو دروازې تړلې دي
6 دلو 1398 ساعت 12:10
د غور ولایت مرکز فیروز کوه کې سلګونو احتجاجیانو د والي دفتر په ګډون ټولې دولتي ادارې تړلې دي. دغه کسان له څلورو ورځو راهیسې په فیروز کوه کې احتجاج کوي.
دوی وايي، د ۱۳۹۹ کال لپاره بودیجه کې د لویو لارو او برېښنا برخه کې د دوی اړتیاوې په پام کې نه دي نیول شوې او دوی پر دغې موضوع د بیا غور غوښتنه کوي.
د راتلونکي کال په بودیجه کې د کابل - غور تر منځ د لویې لارې لګښت او دغه راز د برېښنا تولید لپاره د ابګردان نومي بند ودانیزو چارو لپاره پیسې نه دي ځانګړې شوې.
د مطلب کود: 201865