دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 201866
په لوګر کې د زده کوونکو جنسی زورونو ادعا په تور ۷ تنه نیول شوی دی  
هیواد ستره محکمه اعلان کړی دی چی ددی نهاد حقیقت یابه هیات د لوګر ولایت زده کوونکو جنسی زورونو ادعا په اړوند ۱۸ کسان شناسایی او ددی کسانو څخه ۷ تنه نیولی دی.

 
د دوو کسانو دوسیه محکمی ته استول شوی دی او پنځو نورو کسانو دوسیه هم تکمیل او ډیر ژیر به محکمه ته واستول شی.
 
د نورو ۱۱ کسانو نیول کېدو حکم هم د موظف هیات له لوری صادر شوی دی.
 
د ستری محکمی ویاند ویلی دی چی تراوسه کوم جرمی پیښه چی د معارف کارکوونکو له لوری ترسره شوی وی، د شواهدو او مدارکو څیړنې په جریان کې د هیات لاس ته نه دی ورغلی.
 
هغه ټینګار کړي چی څيړنې په دی برخه کې په جدی توګه جریان لری.
 
جاری کال عقرب میاشت کې د ګاردین ورځپاڼه ریپورت ورکړی وو چی ۵۴۶ تنه کوچنیان هلکان لوګر ولایت شپږ ښوونځیو کې د زده کوونکو، مشر مشر زده کوونکو او پیاوړو کسانو خاص حلقی له لوری د جنسی زورونو سره مخ شوی وو.
 
https://avapress.com/vdciqzarqt1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته