کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړیوال بانک:

افغانستان ناڅرګند حالت سره سره ښه اقتصادي وده کړې

6 دلو 1398 ساعت 12:24

نړیوال بانک په خپل تازه رپوټ کې ویلي، افغانستان په اقتصادي برخه کې پر ناڅرګند حالت سربېره په تېر ميلادي کال کې ۲٫۹ سلنه اقتصادي وده کړې چې د کرنې وده پکې د پام وړ وه، خو دې بانک ویلي، فکر کوي چې په ۲۰۱۹ کال کې د لوږې کچه هم ډېره شوې ده.



د دغې ادارې تازه راپور ښيي چې د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو ناڅرګند برخلیک، په راتلونکي کې د افغانستان له پوځي او ملکي سکټورونو سره د نړیوالو مرستو ناڅرګند برخلیک او له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي ګونګ برخلیک دغه هېواد له ابهامونو ډک حالت سره مخ کړی.
دغه بانک په خپل یوه رپوټ کې ویلي، په دې هېواد کې د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو پایلې لا هم معلومې نه دي او د ټاکنو لومړنۍ پایلې ننګول شوې دي.
 


د مطلب کود: 201868

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201868/افغانستان-ناڅرګند-حالت-سره-ښه-اقتصادي-وده-کړې

آوا
  https://www.avapress.com