کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند؛ وسله والو د ملي اردو چورلکه په راکټ ويشتلې

6 دلو 1398 ساعت 12:37

د هلمند د والي ویاند وايي چي طالبانو د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کي د ملي اردو یوه چورلکه د راکښته کېدو پر مهال په راکټ ویشتلې، چي له امله يې څلور سرتېري ټپیان سوي دي. عمر ځواک وايي چي دغه هیلیکوپټر په کجکي کي میشتو افغان سرتیرو ته اکمالات رسول.



په کجکي کي يوې هیلیکوپټره  په توغندي ویشتل سوې او نسکوره سوې ده.
 په پېښه کي دوه پیلوټانو ته چي بهرني اتباع وو، زیان نه دی اوښتی، خو د ملي اردو یو سرتېری وژل سوی او دوه نور ټپیان دي.
وسله والو طالبانو یا بلي کومي ډلي تر اوسه د دې هیلیکوپټر د نسکورولو په اړه څه نه دي ویلي.
دکجکي تنګی چي د برېښنا د توليد لويه فابريکه او د اوبو بند په کښې دی، د کلونو راهيسي د طالبانو له خوا محاصره دی او حکومت دغلته میشتو سرتېرو او ورسره کورنیو ته د هوا له لاري اکمالات کوي.
 


د مطلب کود: 201869

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201869/هلمند-وسله-والو-د-ملي-اردو-چورلکه-په-راکټ-ويشتلې

آوا
  https://www.avapress.com