کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان رېللار د افغانستان تر جلال اباده غځول کېږي

د پاکستان رېللار د افغانستان تر جلال اباده غځول کېږي , 6 دلو 1398 ساعت 12:23

د پاکستان د رېللارو وزیر شیخ رشید احمد وايي، د پاکستان رېللار به د افغانستان تر جلال اباد ښار پورې وغځوي.


د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، شیخ رشید پرون (شنبه) په پاکستان کې د یوې پټلۍ د جوړولو د چارو په پرانستونکو مراسمو کې وویل چې تر جلال اباد پورې به ۱۵۴ کیلومتره رېللار د سي پیک یا د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز د پروژو په لړ کې جوړه شي.
ده په دې اړه څه ونه ویل چې کله به پر دې پروژې کار پیل شي.
شاوخوا ۱۶ کاله پخوا پاکستان د چمن او کندهار ترمنځ د رېللارې د جوړولو ژمنه هم کړې وه خو تراوسه یې عملي کړې نه ده.
حاضردمه د ایران د خاف او د هرات د هوايي ډګر ترمنځ د رېللارې پر جوړولو کار روان دی او تر دې وړاندې له حیرتان څخه تر مزارشریف پورې رېللار جوړه شوې ده.
ترکمنستان او تاجکستان هم لېوال دي چې د افغانستان له لارې په رېل سره وصل شي.
 


د مطلب کود: 201875

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201875/د-پاکستان-رېللار-افغانستان-تر-جلال-اباده-غځول-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com