د چین وهان ښار کې یوه افغان محصل وویل، په دې ښار کې ۵۵ افغان محصلین او څلور کورنۍ اوسېږي، چې ایسار پاتې دي او د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.
د چین وهان کې افغانان:
له یوې اونۍ راهیسې بهر ته نشو وتلی
6 دلو 1398 ساعت 14:08
د چین وهان ښار کې یوه افغان محصل وویل، په دې ښار کې ۵۵ افغان محصلین او څلور کورنۍ اوسېږي، چې ایسار پاتې دي او د خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ دي.
دغه افغان محصل وايي، د پلورنځيو د تړل کېدو له کبله ځینې محصلین نژدې دوې ورځې هم له خوړو پرته وږي وي.
وهان د چین هغه ښار دی چې د کرونا په نامه نوی ویروس پکې پیدا شو او اوس د افغان محصلینو په وینا، د خوراکي توکو ټول پلورنځي تړل شوي دي.
دا مهال د چین دولت له سختو ننګونو او محدودیتونو سره مخمخ دی.
په وهان کې مېشت افغان محصلین وايي، له یوې اونۍ راهیسې له خوبخونو د وتلو اجازه نه لري.
د مطلب کود: 201890