دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 201892
د بلخ ولسوالۍ خلکو د اووه ملکیانو مړي د اعتراض په ډول په لویه لار ایښي
د بلخ ولسوالۍ معترضانو د هغو اووه ملکیانو مړي عمومي سړک ته را ایستلي چې ادعا کیږي تیره شپه هوایي برید کې وژل شوي دي.
معترضان چې لویه لار یې د ترافیکو پر مخ تړلې ده وایي، دغه اووه ملکیان د یو کور خلک وو او مړي به یې د مزار ـ جوزجان په لار تر هغې پراته وي چې حکومت یې په اړه ځړاب ور نه کړي.
د یادونې ده چې د بلخ ولسوالۍ بوکې کلي کې د طالبانو پر ضد شاهین هوایي عملیاتو کې تېر ماښام شپږ بجې د ملکي تلفاتو راپور ورکړل شوی دی.
ویل کېږي چې په دغه برید کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي او په وژل شویو کې درې ښځې او دوه ماشومان شامل دي.
د بلخ ولسوالۍ بوکې سیمه کې تر ډېره پښتانه مېشت دي.
 
https://avapress.com/vdchwznii23nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته