کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لغمان: الیشنګ کې د طالبانو دځپلو په موخه عملیات پيل شول

7 دلو 1398 ساعت 10:58

د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو عملیات پيل شول.
چارواکي وایي د دې عملیاتو مشري دملي اردو ځواکونه کوي او د موج سیلاب یو نمبر ۱۲ په نوم پيل شوي دي.
د لغمان د ولایت ویاند اسدلله دولت زی وایي، د دې عملیاتو موخه د وسله والو ځپل او له دوی څخه د ګڼو سیمو تصفیه کول دي.



دولتزی وایي، په عملیاتو کې به ټولې هغه سیمې چې د طالبانو ویره او شتون په کې حس کیدله او ولس ترې ځوریده پاکې شي.
نوموړی وایي تر دې دمه یو شمیر کلي هم د دولت له وسله والو مخالفینو پاک شوي او عملیات په بریالیتوب دوام لري.
دا عملیات وروسته له هغې پيلیږي چې په دې یاده ولسوالي کې څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر تلونکی کاروان برید وکړ او نښته رامنځته شوه.
په یاده نښته کې د ولسي خلکو په خبره په زیات شمیر ملکیانو ته هم مرګ ژوبله واوښته.
دا په داسې حال کې ده ، چې په دې وروستیو کې په لغمان کې هم د نا امنیو په اړه راپورونه ډير شوي او خلک یې اندیښمن کړي دي.
وخت ناوخته د کابل- جلال اباد پر لویه لار د لغمان په ساحه کې هم وسله وال غله خلک لوټي او وژني یې.
امنیتي چارواکي وایي، ډاډ ورکوي ، چې په دې ولایت کې به د نا امنیو په تړاو شته اندیښنې له منځه یوسي او خلکو ته به د امن فضا رامنځته کړي.
 


د مطلب کود: 201905

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201905/لغمان-الیشنګ-کې-د-طالبانو-دځپلو-په-موخه-عملیات-پيل-شول

آوا
  https://www.avapress.com