دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 201908
ننګرهار کې د خالص غوړیو فابریکې روان کال د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت غوړي تولید کړي
په ننګرهار ولایت کې د خالص غوړیو فابریکې روان کال کې د درې سوه پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت درې نیم زره ټنه غوړي تولید کړي چې د تېر کال په پرتله یې په تولیداتو او عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی .


د مالوماتو له مخې په دې ولایت کې د خالص خوراکي غوړيو فابریکه کې یو سلو شپږ ویشت تنو ته کاري زمینه برابره  شوې او هره ورځ د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت شل ټنه د خوراک غوړي تولید ظرفیت لري،چې د هېواد ټولو ولایتونو ته هم مهاله لیږدول کیږي .
د ننګرهار په شیخ مصري ښارګوټې کې د غوړیو یادې فابریکې ته د ټول هېواد په کچه پمبه،د پمبې دانې او خام تیل را ټولیږي خو که د کرنې اداره د تیلي نباتو کر ته پاملرنه وکړي، د غوړیو په تولیداتو کې به د پام وړ زیاتوالی رامنځته او سلګونه زره کسانو ته به کاري فرصتونه هم برابر شي .
د خالص خوراکي غوړي د افغانستان ټولو سیمو ته لیږدول کیږي چې په کابل،مزار،هرات او نورو مرکزي ولایتونو کې فعاله دفترې لري او وروستیو کې وطني تولیداتو ته د هېوادوالو د پاملرنې له امله یې په تولیداتو کې زیاتوالی هم راغلی دی .
په ننګرهار ولایت کې د غوړیو یاده فابریکه د تېرو ۵ کلونو راهیسې فعالیت لري،خو که په وارداتي غوړیو ګمرکي تعرفې لوړي شي،نو په ټول هېواد کې به یواځې افغاني با کیفیته غوړیو کارولو ته زمینه برابره شي .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxyd0cw6dx1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته