دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۳۷
د مطلب کود : 201924
عبدالله عبدالله: نور په دولتي ادارو کې ګمارنې راته د زغم وړ نه دي
افغان حکومت اجرائیه رئیس خبرداری ورکړ، چې نور په دولتي ادارو کې ګمارنې ورته د زغم وړ نه دي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس او د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم مشر عبدالله عبدالله ارګ ته خبرداری ورکړ، چې په حکومت کې د په خپل سر له مقرریو لاس واخلي.
عبدالله عبدالله چې د یکشنبې په ورځ په سپیدار ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، ملي وحدت حکومت د موافقتنامې په اساس د حکومت مشروعیت موجود دی د پایلو تر اعلان پورې به پرځای وي.
ښاغلي عبدالله وویل په دې وروستیو کې چې ګمارنې شوي د ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې، نور د زغم وړ نه دي.
هغه زیاته کړه: "په دې وروستیو کې چې کوم ګمارنې شوي، د دې اصل له رعایت پرته چې د ټاکنو وروستۍ پایلې تراوسه معلومې نه دي یوه مسله او بل خوا د ملي وحدت حکومت موافتنامه پرځای دی، نن ورځ اعلان کوم که همدا روش همداسې دوام پیدا کړي نور د زغمل وړ نه دی، موږ لازم اجرات او اقدامات د قانون او مواقتنامې د پلي کېدو او د نظام د ساتلو لپاره کوو، نور د تحمل وړ نه دی."
ښاغلي عبدالله تور پورې کړ، چې ارګ د موافقتنامې متن په پام کې نه نیسي او په خپل سر یو اړخیز عمل کوي، چې په دې سره د ملي وحدت حکومت توافقنامه تر پښو لاندې کړې.
عبدالله عبدالله سولې ته په اشارې سره وايي، چې دوی لا له وړاندې شرط نه ږدي او د سولې په مذا کرو کې به د افغانستان د خلکو له منافع دفاع وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان جمهوري ریاست اوربند د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره یو شرط په توګه اېښی و.
د عبدالله په خبره اوربند سل په سلو کې د افغانستان په ګټه ده او سوله به د ارګ په انحصار کې نه وي، بلکې د ټولو افغانانو غوښتنه ده.
اجرائیه رئیس دا هم وویل، چې د سولې په خبرو کې د خپل مقام په اړه ډار نه لرو، بلکې سولې لومړیتوب ورکوو.
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم غړي محمد محقق په دغه ناسته کې په اجرائیه رئیس غږ وکړ، چې د ملي وحدت حکومت پنځوس سلنې ونډې ته په کتو په ګمارنو لاس پورې کړي.
که څه هم جمهوري ریاست تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ویلي و، چې په حکومتي ادارو کې تعیینات د ولسمشر له صلاحیتونو څخه دي او تر هغې چې ولسمشر وي نو له خپلو صلاحیتونو نه په استفاده وي.
هڅه مو وکړه، چې د عبدالله عبدالله د تازه څرګندونو په اړه د ارګ نظر را واخلو خو ځینو سرچینو ازادي راډیو ته وویل، چې په دې اړه به وروسته نظر څرګند کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdxf0xoyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته