دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۴۲
د مطلب کود : 201927
هوايي برید کې دیوې کورنۍ د اوو غړو وژل کېدو په اړه د بلخیانو ادعا
د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي ادعا کوي چې تېره شپه (شنبې د مرغومې په ۵مه) د یوې کورنۍ اوه تنه غړي د دولتي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.

هغوی چې د دغو وژل شویو کسانو مړي نن (یکشنبې، د سلواغې په ۶مه) د بلخ ولسوالۍ مرکز ته راوړي وو، ویلي چې دغه ولسي وګړي تېره شپه ناوخته د بلخ ولسوالۍ په بوکه ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.
د دغو وژل شویو کسانو خپلوان، له حکومته غواړي چې دغه پېښه وڅېړي او هغو کسانو چې بې غوري کړې په سزا ورسوي.
د بلخ اوسېدونکی اسماعیل وايي:«موږ خپله غریبي کوو، خو د هوايي برید ښکار کېږو. له هوايي برید وروسته له دهشکې پر موږ ډزې وشوې.»
د بلخ بل اوسېدونکی نور محمد وویل:«د شپې د ډوډۍ پر مهال یې برید وکړ، ماشومان او ښځې یې په کور کې ووژل.»
محمد غني چې د خپلې کورنۍ د اوو غړو په ویر کې اوښکې تویوي وايي ټول وژل شوي کسان ښځې او ماشومان دي:«د وژل شویو په منځ کې ښځې او ماشومان دي. دوه تنه یې ټپيان دي؛ ټول د یوې کورنۍ غړي دي.»
په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت ځينې استازي وایي دا عملیات د دولت تر واک لاندې سیمو کې شوي او د دولتي ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د ملکي خلکو وژل د منلو وړ نه بولي.
د ولسي جرګې غړی ګل رحمان همدرد په دې اړه څرګندوي:«اوس جنازې پورته کړئ او په عزت یې خاورو ته وسپارئ؛ ما له حکومت سره خبرې وکړئ او له غرمې وروسته ستاسو استازي له حکومت سره ویني. زه تاسو ته ژمنه درکوم، تر هغې چې دغه پېښه ونه څېړل شي، له تاسو سره به وم.»
اخوا ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي حقیقت موندونکی پلاوی سیمې ته لېږل شوی او په هغه صورت کې چې د څېړونکي پلاوي موندنې وښيي په دغه برید کې ملکي کسان زیانمن شوي هغه به په جدي او قانوني توګه تعقیب کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxq9xuak9zy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته