دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 201979
ملي امنیت په میدان وردګو ولایت کې ۵تنه طالبان نیولي دي
دملي امنیت ځانګړو ځواکونو دمیدان وردګو ولایت په جلریزولسوالۍ احمد خیل او محمد نور خیل کلیو کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې دیادې ولسوالۍ لپاره دطالبانو له لوري ټاکل شوي داستخباراتو معاون اودعشر اوزکات مسول په ګډون ۵تنه دطالبانو مهم غړي نیولي دي. په یاد ولایت کې امنیتي سرچینې وايي،چې په ترسره شوو عملیاتو کې له نیول شوو کسانوڅخه زیات شمیر نظامي توکي او مهمات ترلاسه شوي دي.
https://avapress.com/vdcd5f0xnyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته