دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 201980
په کندز ولایت کې دافغان ځانګړو ځواکونو دعملیاتو په پایله کې ۲تنه وسلوال طالبان وژل شويدي. دکندز ولایت ځايي چارواکي وايي،چې دافغان ځواکونوله لوري په ترسره شوو عملیاتو کې د۲طالبانو په وژل کیدوسربیره یو تن طالب وسلوال ټپي شوي او ۲تنه نور ژوندي نیول شوي دي. چارواکي زیاتوي،چې په یادو عملیاتو کې دطالبانو دوسلو زیرمه،چې په کې مختلفې سپکې او درنې وسلې شاملې دي نیول شوي دي. دوي زیاتوي، چې په نوموړو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
https://avapress.com/vdcfcyd0xw6dx1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته