دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 201982
د ننګرهار د غوړیو فابریکې سږ کال ۳ نیم زره ټنه غوړي تولید کړي دي
د ننګرهار په شیخ مصري ښارګوټي کې د خالص غوړیو د تولید فابریکې په تولیداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او د هیواد زیاتو ولایتونو ته یې د خپلو تولید شویو غوړیو لیږد پیل کړی دی.
دغه فابریکه چې له تیرو ۵ کلونو راپه دې خوا فعالیت کوي، مسؤلین یې وایي، روان کال یې د درې سوه پنځوس۳۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت درې نیم زره۳۵۰۰ ټنه غوړي تولید کړي دي.
د خالص خوراکي غوړيو فابریکې مسؤلین وایي، اوسمهال یې په کار خونو کې شاوخوا ۱۲۶ تنو ته کاري زمینه برابره شوې چې په هره ورځ  ۲۰ ټنه غوړي تولیدوي او لګښت یې په ورځنۍ توګه ۲ میلیونه افغانیو ته رسیږي.
مسؤلین زیاتوي، د غوړیو د تولید لپاره د ټول هېواد په کچه پمبه، د پنبې دانې او خام تیل را ټولوي چې کله ناکله یې د پیدا کیدو په برخه کې له ستونزو سره هم مخ کیږي.
د غوړیو د فابریکې مسؤلین د کرنې او مالدارۍ پر وزارت هم غږ کوي چې د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي په موخه د تیلي نباتاتو کښت ته پاملرنه وکړي.
د ننګرهار ولایت چارواکي له مرکزي حکومت نه غواړي چې که په وارداتي غوړیو ګمرکي تعرفې لوړي شي،نو په ټول هېواد کې به یواځې افغاني با کیفیته غوړیو کارولو ته زمینه برابره شي .
 
https://avapress.com/vdch6znii23nvwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته