کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ۱۳۹۸ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۷ قضیو ته رسېدنه شوې ده

7 دلو 1398 ساعت 13:33

د حکومت او رسنیو ګډې کمېټې، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې په تړاو؛ د دغې کمېټې کلنی راپور وړاندې کړ.
n 2qد حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې غړي، حجت الله مجددي، چې د یکشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې، زیاته کړه: په ٢٠١٩ کال کې په ټولیز ډول د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ١١٧پېښې ثبت شوي، چې ۱۰ د قتل، ۱۲ د ژوبلېدنې او ۷ د نیونې پېښې هم پکې شاملې دي.



د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصرت رحیمي په دې کنفرانس کې وویل، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ١١٧ قضیو له ډلې؛ ٣٢ یې څارنوالۍ ته لېږل شوي، د ٢٣ قضیو عاملین د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي، ٧ قضیې تر کشف لاندې دي او ٥٥ نورې يې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو له امله رامنځته شوي، چې مسوولیت یې د طالبانو او تروریستانو پر غاړه دی.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند، سید شاه سقیم هم وویل، دغه اداره هڅه کوي چې په ولایتونو کې د خبریالانو ستونزو ته سمه رسېدنه وشي.
هغه وویل، والیانو، مرستیال والیانو او ولسوالانو ته لارښوونه شوې، چې د خبریالانو پوښتنو ته پر وخت ځواب ووایي او د ژورنالېستانو د ولایتي کمېټو په میاشتنیو ناستو کې دې د هغوی ستونزو ته رسېدنه وشي.
د ملي دفاع وزارت ویاند، روح الله احمدزي وویل، په قول اردوګانو کې ټولو جزوتامونو ته لارښوونه شوې چې له خبریالانو سره ښه همکاري ولري او د هغوی پوښتنو ته پر وخت ځواب ووایي.
د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشید رسولي دې ته په ټینګار سره چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې په اړه د حکومت ژمنه پیاوړې ده، وویل په ١٣٩٨ کال کې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې د هڅو له امله د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي هېڅ داسې قضیه نشته، چې رسېدنه نه وي ورته شوې.
نوموړي زیاته کړه چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو مرتکبینو ته د اعدام تر بریده سزا ټاکل شوې ده.
د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې د راپور پر بنسټ، د تېر کال پرتله په ۱۳۹۸ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی.

 


د مطلب کود: 201983

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201983/په-۱۳۹۸-کال-کې-د-خبریالانو-پر-وړاندې-تاوتریخوالي-۱۱۷-قضیو-ته-رسېدنه-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com