کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نړۍ ترټولو فاسد هیواد ته د اروپا اتحادیه خبرتیا

7 دلو 1398 ساعت 12:27

 
د اروپا اتحادیه نمایندګی د بین المللی شفافیت سازمان اخیر ریپورت ته په اشاره سره، خبرداری ورکړی چی که افغانستان راتلونکې دولت د فساد سره مبارزه کې جدی نه واوسی، خپل تمویل کوونکې ملاتړ به له لاسه ورکړی.



 
 
د بین الملل شفافیت سازمان ریپورت په اساس، سومالیا، جنوبی سودان او سوریه، په نړۍ کې ترټولو فساد نه ډک هیوادونه بلل شوی دی؛ خو افغانستان د فساد سره مبارزو په مشخصاتو کې د ۱۶ امتیازاتو ترلاسه کولو سره، تیر کال په پرتله ښه شوی او ۱۷۳ هیواد کې قرار نیولی دی.
 
اروپا اتحادیه په توییت کې ویلی دی چی بین الملل شفافیت سازمان د فساد نړیوال ۲۰۱۹ شاخص کې شکاره کوی چی افغانستان تراوسه د نړۍ ترټولو فاسدو هیوادونو کې قرار لری.
دا اتحادیه ټینګار کړی دی چی نوی حکومت باید د فساد سره مبارزه په برخه کې جدی هڅی وکړی که نه نو د نړیوال تمویل کوونکو ملاتړ به له لاسه ورکړی.
 
دا په داسی حال کې دی چی د بین الملل شفافیت سازمان کلنۍ ریپورت کې ټینګار شوی چی د ۲۰۱۸ کال راهیسی، په افغانستان کې د فساد سره مبارزه په برخه کې پرمختګ شوی دی.
 
 


د مطلب کود: 201984

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201984/د-نړۍ-ترټولو-فاسد-هیواد-ته-اروپا-اتحادیه-خبرتیا

آوا
  https://www.avapress.com